Romans 10:18 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو زۀ تپوس کوم چې ولې هغوئ دا نۀ دے اورېدلے؟ بېشکه چې اورېدلے يې دے، ځکه چې، ”د هغوئ آواز په ټوله دُنيا کښې اورېدلے شوے دے، او د هغوئ کلام د دُنيا آخرى حدونو پورې رسېدلے دے.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو زه پوښتنه کوم چې ایا د اسراییلو قوم پیغام نه دی اورېدلی؟ بې له شکه چې اورېدلی یې دی، ځکه لکه څنګه چې د خدای کلام وایي: د زیري رسوونکو اواز په ټوله دنیا کې اورېدل کیږي او د هغوی خبرې د دنیا تر بل سره پورې رسیږي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو زَۀ تپوس کوم چه آيا دا دوئ چرے هم آؤريدلى نۀ وُو؟ بے شکه چه آؤريدلى ئے وُو، څنګه چه ليکلى دى : ”دَ هغوئ آواز په ټوله دُنيا کښے آؤريدلے شوے وو، اَؤ دَ هغوئ کلام دَ دُنيا ټولو استوګنو حدُونو پورے رسيدلے وو.“