Romans 10:19 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو زۀ بيا تپوس کوم چې ولې بنى اِسرائيل په دې پوهه نۀ شول؟ اول موسىٰ فرمائى چې، ”زۀ به تاسو داسې خلقو سره په حسد کړم چې قوم نۀ دے، او تاسو به د يو کم عقل قوم په ذريعه په قهر کړم.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو زه یوځل بیا پوښتنه کوم چې ایا د اسراییلو خلک په دې پوه نه شول؟ موسی لومړنی کس دی چې وایي: زه به په تاسو کې د هغو خلکو په وسیله بخیلي پیدا کړم چې په قوم کې نه شمېرل کیږي او د یو نا پوهه قوم په وسیله به ستاسو قهر راوپاروم.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو زَۀ بيا تپوس کوم چه آيا بنى اِسرائيلو دا نۀ پيژندو؟ اول خو مُوسىٰ دا وائى چه ”دَ داسے خلقو په وسيله چه قوم ورته نۀ شى وئيلے زَۀ به ستاسو غيرت راوپاروم، اَؤ دَ کم عقل قوم په وسيله به مو قهر راولړزوم.“