Romans 11:22 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د خُدائ پاک د رحم او غضب خيال کوه. هغه په نافرمانو باندې خپل غضب نازلوى، خو څوک چې د هغۀ په رحم يقين ساتى هغه ورته خپل رحم ښائى. خو کۀ تاسو په هغۀ يقين نۀ کوئ نو تاسو به هم پرېکړے شئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو د خدای مهرباني او سخت قضاوت په پام کې ونیسه. خدای د هغو خلکو په وړاندې سختګیره دی چې لېرې لوېدلي دي، خو ستا په وړاندې مهربانه دی، که چېرې ته د هغه په مهربانۍ کې پاتې شې. که نه، نو ته به هم پرېکړل شې.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ خُدائے دَ رحم اَؤ دَ غضب خيال ساته، غضب په هغه چا څوک چه پريوتى دى اَؤ مهربانى په تا که چرے تۀ دَ هغۀ په رحم کښے اوسے، ګنى تۀ به هم پريکړے شے.