Romans 11:24 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه کۀ چرې تۀ د خپل ځنګلى زيتون د ونې نه راپرېکړے شوے يې او د خپل فطرت په خلاف د اصلى زيتون سره پيوند شوے يې نو بيا به هغه څانګې څومره په آسانه پيوند شى کومې چې د اصلى زيتون خپلې څانګې دى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه که چېرې تاسو غیریهودیان د ځنګلي زیتون د ونې نه پرېکړل شوي یئ او د خپل فطرت په خلاف د اصلي زیتون د ونې سره پیوند شوي یئ، نو بیا به هغه اصلي څانګې څومره په اسانۍ سره پیوند شي چې د اصلي زیتون د ونې خپلې څانګې دي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه که چرے تۀ دَ خپل ځنګلى ښونۀ دَ ونے نه راپريکړے شوے اَؤ دَ خپل فطرت بر خلاف دَ اصلى ښونۀ سره پيوند شوے نو هغوئ به څومره په آسانه پيوند شى کُومے چه دَ ښونۀ خپلے څانګے دى.