Romans 11:25 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
زما وروڼو او خوېندو، دا ځکه چې دلته يو پټ حقيقت دے او زۀ غواړم چې تاسو پرې پوهه شئ، د دې دپاره چې تاسو ځان بې‌ځايه عقلمند ونۀ ګڼئ، او هغه دا دے چې د بنى اِسرائيل يوه برخه به تر هغې سخته وى ترڅو چې غېر‌يهوديانو پوره پوره په دې کښې داخل نۀ شى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ای خویندو او ورونو! زه نه غواړم چې تاسو د دې پټ راز نه بې خبره پاتې شئ او په خپلې پوهې باندې مغرور شئ. د ځینو اسراییلیانو زړونه سخت شوي دي او دا به تر هغه وخته پورې دوام وکړي، ترڅو د هغو غیریهودیانو شمېر پوره شي چې خلاصون مومي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
زما ورُوڼو! دا ځکه چه دلته يو پټ حقيقت دے کُوم چه زَۀ غواړم چه تاسو ته ئے څرګند کړم، دَ دے دَ پاره چه تاسو ځان بے ځايه عقلمند ونۀ ګڼئ، اَؤ هغه دا دے چه دَ اِسرائيل يوه برخه به تر هغے سخته وى تر څو چه غير قومُونه پُوره پُوره په دے کښے داخل شوى نۀ وى.