Romans 11:26 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او بيا ټول بنى اِسرائيل به خلاصون ومومى لکه څنګه چې صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې، ”خلاصونکے به د صيون نه راپورته شى، هغه به د يعقوب د نسل نه بې‌دينى لرې کړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په دې ډول به ټول اسراییل خلاصون ومومي. لکه څنګه چې لیکل شوي دي: خلاصوونکی به د صهیون څخه راشي او هغه به د یعقوب د نسل څخه بې دیني لېرې کړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ هر کله چه دا تر سره شى نو ټول اِسرائيل به دَ صحيفو دَ دے وعدے په مُطابق خلاصُون بيا مُومى چه :  ”خلاصوُونکے به دَ صيون نه راپورته شى. هغه به دَ يعقُوب دَ نسل نه بے دينى لرے کړى.