Romans 12:16 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
په خپلو کښې په يو زړۀ اوسئ، لوئ لوئ خيالونه مۀ کوئ بلکې د بېوسو ملګرتيا کوئ او خپل ځان هوښيار مۀ ګڼئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
یو د بل سره په همغږۍ کې ژوند کوئ. مغرور مه اوسئ، بلکې د ټیټ مقام لرونکو خلکو سره ملګرتیا کوئ. خپل ځان د نورو څخه هوښیار مه ګڼئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
پخپلو کښے په يو زړۀ اوسئ، لوئے لوئے خيالُونه مه زغلوئ اَؤ دَ خوارانو خيال ساتئ اَؤ خپل ځان هوښيار مه بولئ.