Romans 12:2 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خپل ځان د دې موجوده دُنيا په شان مۀ جوړَوئ، بلکې خُدائ پاک له دا موقع ورکړئ چې ستاسو زاړۀ خيالونه بدل کړى. بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې د خُدائ پاک رضا څۀ ده او دا به وپېژنئ چې څۀ ښۀ او قبلېدونکى او کامِل دى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د دې دنیا په شان مه کېږئ، بلکې پرېږدئ چې د خپلو فکرونو په نوي کولو سره خدای تاسو بدل کړي. بیا به تاسو وکولای شئ چې د خدای اراده وپېژنئ او هغه څه چې ښه، د منلو وړ او کامل دي، وپېژنئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خپل ځان دَ دے موجُوده دُنيا په شان مه جوړوئ، بلکه بويه چه ستاسو پوهه بيا نوے کړے شى اَؤ دَ دے په وسيله ستاسو فطرت بالکل بدل شى. بيا به هله تاسو دَ دے قابل شئ اَؤ په دے به پوهه شئ چه دَ خُدائے رضا څۀ ده اَؤ دا به وپيژنئ چه هغه ښه څۀ دے چه قبليدُونکے اَؤ کامل دے.