Romans 12:3 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د هغه فضل په مطابق کوم چې ما ته راکړے شوے دے، زۀ په تاسو کښې هر چا ته دا وايم چې تاسو خپل ځان د خپل حيثيت نه اوچت مۀ ګڼئ. څنګه چې خُدائ پاک هر چا ته يوه اندازه ايمان ورکړے دے، هغه دې خپل ځان د هغې په مطابق وګڼى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د هغه فضل له مخې چې ماته راکړل شوی دی، زه تاسو هر یو ته وایم چې خپل ځان لکه څنګه چې اوس یئ، د دې نه لوړ مه ګنئ. بلکې عاجز اوسئ او د هغه ایمان د اندازې له مخې چې خدای تاسو هر یو ته درکړی دی، فکر وکړئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ هغه فضل دَ مخه کُوم چه ما ته راکړے شوے دے، زَۀ په تاسو کښے هر چا ته دا وايم چه څرنګه چه ځان ګڼل په کار دى، دَ هغے نه زيات څوک ونۀ ګڼئ بلکه دا چه څرنګ چه خُدائے هر چا ته دَ يوے اندازے په مُطابق ايمان ورکړے دے، هغه دِ هم خپل ځان هغومره وګڼى.