Romans 12:8 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او کۀ د ډاډګيرنې نعمت يې درکړے وى نو ډاډګيرنه ورکوئ، کۀ د سخاوت نعمت يې درکړے وى نو سخاوت کوئ او کۀ د مشرۍ نعمت يې درکړے وى نو په محنت يې کوئ، کۀ د رحم نعمت يې درکړے وى نو ښۀ په خوشحالۍ رحم کوئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
که هغه د نورو هڅول وي، نو باید ویې هڅوو. که چېرې د مالي مرستې ورکول وي، نو د سخاوت له مخې یې ورکړو، که چېرې د مشرۍ نعمت وي نو په کوښښ سره یې وکړو، که چېرې د مهربانۍ کولو نعمت وي، نو په خوشحالۍ سره رحم وکړو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ که ناصح وى نو نصيحت دِ کوى، خيرات تقسيم کوُونکے دِ سخاوت کوى اَؤ رهنما دِ پُوره په سرګرمئ رهنمائى کوى، رحم کُوونکے دِ ښۀ په خوشحالئ رحم کوى.