Romans 13:1 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هر څوک دې د سرکارى مشرانو تابعدار وى، ځکه چې ټول اختيار د خُدائ پاک د طرف نه دے او کوم سرکارى مشران چې موجود دى، هغه خُدائ پاک په خپله مقرر کړى دى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هرڅوک دې د حکومتي واکمنانو تابعداري کوي، ځکه چې د خدای له اجازې پرته څوک نه شي کولای چې حکومت وکړي او اوسني واکمنان د خدای له خوا ټاکل شوي دي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هر څوک دِ دَ اِختيار دَ خاوندانو تابعدار وى، ځکه چه داسے دَ اِختيار خاوند نِشته کُوم چه دَ خُدائے دَ طرفه نۀ وى اَؤ کُوم اِختيار لرُونکى چه موجُود دى، هغه دَ خُدائے دَ طرفه دى.