Romans 13:11 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د هر څۀ نه مخکښې دا خبره منل ضرورى ده، تاسو ته ښۀ پته ده چې وخت کم دے، د خوبه رابېدار شئ. ځکه چې زمونږ خلاصون رانزدې شوے دے د کوم وخت نه چې مو ايمان راوړے دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
همدارنګه لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ چې همدا اوس هغه وخت رارسېدلی دی چې باید د خوب نه راویښ شئ. ځکه چې اوس زمونږ خلاصون د هغې ورځې نه ډېر رانژدې شوی دی چې کله مو ایمان راوړ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ دَ وخت تقاضا پيژنئ ځکه چه اوس هغه وخت راغلے دے چه تاسو دَ خوبه بيدار شئ، ولے څۀ وخت چه مُونږ ايمان راؤړے وو، دَ هغے په نسبت اوس زمُونږ خلاصُون نزدے دے.