Romans 13:4 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه چې هغوئ ستا د ښېګړې دپاره د خُدائ پاک خادِمان دى. خو کۀ چرې تاسو نافرمانى کوئ نو ويرېږئ، ځکه چې ستاسو سزا د هغوئ په لاس کښې ده او سزا به ضرور درکړى. هغوئ د خُدائ پاک خادِمان دى او د نافرمانو نه بدله اخلى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه چې هغوی د خدای خدمتګاران دي او ستاسو د ښېګڼې دپاره دي. خو که چېرې تاسو غلط کار کوئ، نو بیا ووېرېږئ، ځکه چې هغوی د خپل ځان سره توره بې دلیله نه ګرځوي. هغوی د خدای خدمتګاران دي او د خدای د غضب له لارې بدکارانو ته سزا ورکوي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه هغه ستا دَ ښيګړے دَ پاره دَ خُدائے خادم دے، خو که چرے تۀ بدى کوے نو ويريږه ځکه چه هغۀ په لاس کښے تُوره بے فائدے نۀ ده آخستے. هغه دَ خُدائے خادم دے اَؤ دَ هغۀ دَ غضب مُوافق بدکارو له سزا ورکوى.