Romans 13:9 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه چې دا حُکمونه دى چې، ”زنا مۀ کوئ، خُون مۀ کوئ، غلا مۀ کوئ، حرص مۀ کوئ،“ او د دې نه علاوه نور چې څۀ حُکمونه دى، د هغې ټولو خُلاصه په دې کښې ده چې، ”د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه چې دا حکمونه دي: «زنا مه کوه، قتل مه کوه، غلا مه کوه، د نورو څخه د کوم شي تمه مه کوه» او نور حکمونه هم دي چې په دې حکم کې په لنډه توګه بیانیږي: «د خپل ګاونډي سره د خپل ځان په شان مینه کوه.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه دا حُکمُونه چه :  ”زِنا مه کوئ، خُون مه کوئ، غلا مه کوئ، حرص مه کوئ“ اَؤ دَ دے نه علاوه نور چه څۀ حُکمُونه دى، دَ هغے ټولو خُلاصه په دے کښے ده چه :  ”دَ خپل ګاونډى سره دَ خپل ځان په شان مينه مُحبت کوئ.“