Romans 14:22 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو په څۀ چې ستاسو عقيده وى، هغه د خُدائ پاک او په خپل مينځ کښې وساتئ. بختور دى هغوئ کوم څيزونه چې هغوئ روا ګڼى او د هغې په خوړلو سره خپل ځانونه مجرمان نۀ ګڼى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په کوم شي چې ته عقیده لرې، هغه د خدای او په خپل منځ کې وساته. بختور دي هغه خلک چې خپل ځانونه د هغه څه په خاطر چې د هغوی په نظر کې سم دي او تر سره کوي یې، مجرم نه ګڼي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
په داسے څيزُونو کښے څۀ چه ستا عقيده وى، هغه دَ خُدائے اَؤ په خپل مينځ کښے وساته. بختور دے هغه څوک چه دَ هغه څيز په وجه کُوم چه هغه روا ګڼى خپل ځان مُجرم کوى نه!