Romans 15:16 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
چې زۀ غېر‌يهوديانو ته د عيسىٰ مسيح خادِم شم او د خُدائ پاک د کلام لکه د اِمام په شان خِدمت وکړم، او چې د غېر‌يهوديانو نذرانې خُدائ ته قبولې شى او د روحُ القُدس په وسيله مقدسې شى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
چې د غیریهودیانو دپاره د عیسی مسیح خدمتګار شم. هغه ماته د زیري د رسولو په خاطر د کاهنتوب دنده راکړې ده، ترڅو غیریهودیان لکه د یوې نذرانې په توګه چې خدای ته د منلو وړ وي، وړاندې کړم چې د روح القدس په وسیله پاکه شوې ده.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
زَۀ غير يهُوديانو ته دَ عيسىٰ مسيح دَ خادم کيدو په توفيق نمانځلے شوے يم، چه زَۀ دِ دَ خُدائے دَ زيرى خدمت لکه دَ يو کاهن ترسره کړم، دَ دے دَ پاره چه غير يهُوديان دَ نذرانے په طور په رُوحُ القُدس مُقدس شى اَؤ مقبُول شى.