Romans 15:19 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د نښو او معجزو په قدرت او د خُدائ پاک د روحُ القُدس په طاقت سره هغوئ مطمئن شُو. نو دغه شان ما د يروشلم نه تر اِلريکوم پورې د مسيح زيرے پوره پوره خور کړو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د نښو او حیرانوونکو کارونو په قدرت او د خدای د روح په قدرت سره هغوی قانع شول، ځکه چې ما د اورشلیم نه تر ایلیریکوم پورې په ټوله لاره د مسیح زېری په پوره توګه ورساوه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بلکه په نخښو اَؤ مُعجزو، يعنے دَ رُوحُ القُدس په قُدرت وکړلے، تر دے چه ما دَ بيتُ المُقدس نه راواخله چار چاپيره دَ اِلريکوم پورے دَ مسيح زيرے پُوره پُوره خور کړے دے.