Romans 15:27 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغوئ دا چنده په خوشحالۍ سره کړې ده ځکه چې هغوئ خپل ځان د دوئ قرضدار ګڼلو. ځکه چې غېر‌يهوديانو ته د زيرى روحانى برکتونه د يروشلم د ايماندارانو نه مِلاو شوى وُو نو هغوئ دا ضرورى وګڼله چې په مالى توګه د هغوئ مدد وکړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغوی خوشحاله وو چې دا کار وکړي او په حقیقت کې هغوی خپل ځانونه د یهودیانو پوروړي ګڼل. څرنګه چې یهودیانو خپل روحاني برکتونه د غیریهودیانو سره شریک کړل، نو غیریهودیان باید د دې په بدل کې د هغوی سره مالي مرستې وکړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
سره دَ دے چه دا ئے په رضا سره کړے ده خو هغوئ دَ دوئ قرضدارى هم دى ځکه چه هر کله چه غير قومُونه دَ يهُوديانو سره په رُوحانى خبرو کښے شريک شوى دى نو اوس لازمه ده چه په جسمانى خبرو کښے هم دَ هغوئ خدمت وکړى.