Romans 16:17 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو اوس اے وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو ته دا منت کوم چې کوم خلق د هغه تعليم خلاف چې تاسو حاصل کړے دے، د بې‌اتفاقۍ او تيندک خوړلو سبب کيږى، په هغوئ نظر ساتئ او ځان ترې ساتئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ای خویندو او ورونو! زه ستاسو نه غوښتنه کوم چې هغو خلکو ته مو پام وي چې بې اتفاقي رامنځته کوي او نور بې لارې کوي او د هغه تعلیم په خلاف دي چې تاسو حاصل کړی دی. د هغوی څخه ځان لېرې وساتئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو اوس اَئے ورُوڼو! زَۀ تاسو ته دا خواست کوم چه کُوم خلق دَ هغه تعليم برخلاف چه تاسو حاصل کړے دے، دَ بے اِتفاقئ اَؤ تيندک خوړو سبب کيږى، هغه په نظر کښے ساتئ اَؤ ځان ترے ساتئ.