Romans 16:19 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه چې ستاسو فرمانبردارى په ټولو خلقو کښې مشهوره ده، نو ځکه زۀ په تاسو خوشحاله يم او زۀ غواړم چې تاسو په نېکۍ کښې هوښياران شئ او په بدۍ کښې بې‌ګناه شئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه چې د څښتن څخه ستاسو اطاعت کول ټولو خلکو ته معلوم دي او له همدې امله زه ستاسو په خاطر خوشحاله یم. خو زه غواړم چې تاسو په ښه کار کې هوښیار اوسئ او په بد کار کې بې ګناه اوسئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه ستاسو فرمانبردارى په ټولو خلقو کښے مشهُوره شوے ده، ځکه زَۀ ستاسو په حقله خوشحاله يم خو غواړم چه په نيکئ کښے هوښياران شئ اَؤ دَ بدئ نه ځان ساتئ.