Romans 16:5 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغه جماعت ته مې هم سلام وايئ چې د هغوئ په کور کښې راټوليږى. ګران اِپينتوس ته هم زما سلام وايئ چې په آسيه کښې د مسيح اول ايماندار دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د هغې کلیسا غړو ته هم سلامونه ووایئ چې د هغوی په کور کې سره راټولیږي. زما ګران دوست اپنتوس ته چې د اسیا په ولایت کې لومړنی کس ؤ چې په مسیح باندې یې ایمان راوړ، هم سلامونه ووایئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ هغه جماعت ته مے هم سلام وايئ کُوم چه دَ هغوئ په کور کښے دے. ګران اِپينتوس ته هم زما سلام وايئ چه دَ مسيح دَ پاره په آسيا کښے وړومبے ايماندار سړے دے.