Romans 2:1 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
اے دوستانو، تاسو چې بل څوک مجرموئ، تاسو هر څوک چې يئ، تاسو سره هيڅ عُذر نشته. کله چې تاسو بل څوک مجرموئ نو په دې سره تاسو خپل ځان مجرموئ ځکه چې هم هغه کارونه تاسو په خپله کوئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو له دې امله ای انسانه، ته څوک یې چې د نورو په هکله قضاوت کوې؟ ته چې هرڅوک یې، تا سره هېڅ عذر نشته، ځکه کله چې ته د نورو په هکله قضاوت کوې او بیا په خپله هماغه کار کوې چې هغوی یې کوي، نو په خپله خپل ځان ملامتوې.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَئے سړيه! تۀ چه بل څوک مُجرم کوے، تۀ هر څوک چه يئے، تا سره هيڅ عُذر نِشته ځکه چه کله چه تۀ بل څوک مُجرم کوے هم هغه کارُونه په خپله کوے چه هغوئ ئے کوى، نو ځان پرے مُجرم کوے.