Romans 2:15 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو هغوئ دا ښکاره کوى څۀ چې په شريعت کښې دى هغه د هغوئ په زړُونو ليکلى دى. د هغوئ ضمير د هغې ګواهى ورکوى او د هغوئ خيالونه به هغوئ ملامتوى او يا به د هغوئ دفاع کوى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د هغوی عملونه دا ښکاره کوي چې د شریعت حکمونه د هغوی په زړونو کې لیکل شوي دي. د هغوی وجدان د دې شاهدي ورکوي، ځکه چې د هغوی خیالونه یا هغوی ملامتوي او یا د هغوی څخه دفاع کوي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه هغوئ دَ هغه شريعت پابندى کوى کُوم چه دَ هغوئ په زړُونو ليکلے دے. دَ هغوئ زړۀ دَ هغوئ ګواهى ورکوى اَؤ دَ هغوئ خيالُونه په خپل مينځ کښے په يو بل اِلزامُونه لګوى اَؤ مُدافعت کوى، کله دَ هغوئ په خلاف اَؤ کله دَ هغوئ په حق کښے.