Romans 2:29 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو صحيح يهودى هغه دے چې څوک په باطن کښې وى او رښتونے سنت د زړۀ سنت کېدل دى، دا روحانى خبره ده او د ليکلے شوى شريعت سره يې څۀ تعلق نشته. او د داسې کس صِفت د مخلوق نه نه، بلکې د خُدائ پاک د خوا نه کيږى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بلکې رښتینی یهودي هغه دی چې په باطن کې یهودي وي، او رښتینی سنت کېدل د زړه سنت کېدل دي. دا د خدای د روح کار دی، نه د لیکل شوي شریعت کار. د داسې کس صفت د خدای له خوا کیږي، نه د انسان له خوا.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو صحيح يهُودى هغه دے چه څوک په باطن کښے وى اَؤ رښتُونے سُنت دَ زړۀ دے، کُوم چه دَ ليکلى شريعت دَ مخه نۀ دے بلکه دَ خُدائے دَ رُوح دَ مخه دے. اَؤ دَ داسے سړى صفت دَ خُدائے نه کيږى، نۀ چه دَ خلقو نه.