Romans 3:19 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
اوس مونږ په دې پوهيږو چې شريعت د هغه خلقو دپاره دے چا ته چې هغه ورکړے شوے دے، د شريعت مقصد صرف دا دے چې څوک بهانه نۀ شى کولے. شريعت مونږ ته دا راپه ګوته کوى چې ټوله دُنيا به د خُدائ پاک په حضور کښې حساب کِتاب ورکوى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو بیا مونږ پوهېږو چې هرڅه چې شریعت وایي هغه په هغه چا باندې عملي کیږي چې د شریعت پیروان وي، ترڅو د ټولو خولې بندې شي او ټوله نړۍ خپل ځان د خدای په وړاندې محکومه وګڼي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
مُونږ ته معلُومه ده چه دَ شريعت ټول کلام دَ هغه چا دَ پاره دے څوک چه دَ شريعت دَ لاندے دے، دَ دے دَ پاره چه يو سړے هم څۀ عُذر ونۀ لرى اَؤ دغه شان ټوله دُنيا دَ خُدائے په مخکښے مُجرمه کړے شى.