Romans 3:25 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه چې خُدائ پاک مسيح د دې دپاره مقرر کړے وو چې د هغۀ د قربانۍ په کفاره او په هغۀ د ايمان په وسيله ګناهونه ووينځى. او هغۀ دا کار د دې دپاره وکړو چې خپل صداقت ښکاره کړى. ځکه چې خُدائ پاک صابر دے او په تېرو شوو ګناهونو يې څۀ غم غرض ونۀ کړو،
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خدای مسیح د دې دپاره وټاکه، ترڅو خپله وینه د خلکو د ګناهونو د بخښنې په خاطر چې په هغه باندې په ایمان راوړلو سره تر لاسه کیږي، یوه وسیله شي. خدای دا کار د دې دپاره وکړ چې خپل عدالت ښکاره کړي، ځکه چې خدای صابر دی او په تېرو ګناهونو باندې سترګې پټوي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه خُدائے مسيح دَ دے دَ پاره مُقرر کړے وو چه دَ هغۀ دَ قُربانئ په کفاره اَؤ په هغۀ دَ ايمان په وسيله ګُناهُونه وونيځى اَؤ چه خپل صداقت ښکاره کړى. ځکه چه خُدائے صابر دے نو په تيرو شو ګُناهُونو ئے څۀ غرض ونۀ لرو،