Romans 3:4 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نه، هيڅکله نه. کۀ چرې هر بنى آدم دروغژن وى خو خُدائ پاک به همېشه رښتونے وى، لکه چې په صحيفو کښې ليکلى دى چې، ”تۀ دې په خپلو خبرو کښې رښتونے وګرځې او په خپل عدالت کښې دې کامياب شې.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هېڅکله نه! حتی که ټول انسانان دروغجن وي، خو خدای به تل رښتینی وي. لکه څنګه چې د خدای په هکله لیکل شوي دي: کله چې ته خبرې کوې، نو ټول به په یقین سره پوه شي چې ته رښتیا وایې او په محکمه کې باید خپله دعوه وګټې.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هيڅ کله نه! که هر ژوندے بنى آدم دروغژن هم شى خو خُدائے به خامخا رښتُونے وى، لکه چه په صحيفو کښے مُونږ دا لولو چه : ”تۀ دِ په خپلو خبرو کښے رښتُونے وګرزے اَؤ په خپل عدالت کښے دِ برے ومُومے.“