Romans 3:5 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو کۀ چرې ځينې خلق داسې وائى چې زمونږ بدکارى د خُدائ پاک د اِنصاف د ښکاره کولو سبب کېدے شى، نو بيا مونږ په دې کښې څۀ وئيلے شُو؟ ولې دا د خُدائ پاک بې‌اِنصافى ده چې خُدائ پاک په مونږ غضب نازلوى؟ زۀ دا د يو انسان په توګه وايم.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
۵-۶ خو که چېرې زمونږ بدکاري د دې سبب کیږي چې د خدای عدالت نور هم ښکاره شي، نو په دې کې مونږ څه ویلی شو؟ ایا مونږ ویلی شو کله چې خدای مونږ ته سزا راکوي، نو بې انصافي کوي؟ هېڅکله نه! دا یوازې انساني نظر دی. که چېرې خدای عادل نه وي، نو هغه څنګه کولای شي چې د نړۍ په هکله قضاوت وکړي؟
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو بل سوال دا چه که چرے زمونږ بے انِصافى دَ خُدائے دَ انِصاف ښکاره کولو سبب کيدے شى نو بيا مُونږ په کښے څۀ وئيلے شو؟ آيا دا دَ خُدائے دَ لورى بے انِصافى ده چه خُدائے په مُونږ غضب نازلوى؟ زَۀ داسے دَ اِنسان په طور وايم.