Romans 3:9 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو مونږ بيا څۀ وئيلے شُو؟ ولې مونږ د نورو نه ښۀ يو څۀ؟ نه، بلکل نه. ځکه چې مونږ د مخکښې نه دا اِلزام لګولے دے چې يهوديان او غېر‌يهوديان دواړه يو شان د ګناه په قبضه کښې دى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو بیا څنګه؟ ایا مونږ یهودیان د خدای په نظر کې د غیریهودیانو څخه ښه یو؟ نه، بالکل نه، ځکه چې مونږ مخکې دې ته اشاره وکړه چې یهودیان او غیریهودیان دواړه یوشان د ګناه په واک کې دي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بيا نو څنګه؟ آيا مُونږ يهُوديان څۀ هم دَ نورو نه ښۀ يُو څۀ؟ نه، بلکل نه! ځکه چه مُونږ دَ مخکښے نه دا اِلزام عائد کړے دے چه يهُوديان اَؤ غير يهُوديان دواړه يو شان دَ ګُناه په ولقه کښے دى.