Romans 4:16 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو خُدائ پاک د خپل فضل په مطابق دا وعده ځکه وکړه چې اِبراهيم په هغۀ ايمان راوړے وو، د دې دپاره چې د هغۀ فائده د اِبراهيم ټول نسل ته د بخښنې په طور ورسى. نۀ يواځې د هغوئ دپاره چې په شريعت قائم دى، بلکې د هغوئ دپاره هم چې د اِبراهيم په شان ايمان لرى، ځکه چې هغه زمونږ د ټولو پلار دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو دا وعده په ایمان باندې ولاړه ده، ترڅو دا وعده د فضل په وسیله وي او د ابراهیم د ټولې اولادې دپاره اعتبار ولري، یوازې د هغو خلکو دپاره نه چې په شریعت باندې عمل کوي، بلکې د هغو خلکو دپاره هم چې د ابراهیم په شان ایمان لري، ځکه چې ابراهیم زمونږ د ټولو نیکه دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو خُدائے دَ خپل فضل په مُطابق دا لوظ ځکه وکړو چه اِبراهيم په هغۀ ايمان راوړے وو دَ دے دَ پاره چه دَ هغۀ فائده دَ اِبراهيم ټول نسل ته دَ بخښنے په طور ورسى، يواځے دَ هغوئ دَ پاره نه چه په شريعت قائم دى، بلکه دَ هغوئ دَ پاره هم چه دَ اِبراهيم په شان ايمان لرى ځکه چه هغه زمُونږ دَ ټولو پلار دے.