Romans 4:17 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
لکه چې صحيفې وائى چې، ”ما تۀ د ډېرو قومونو پلار جوړ کړے يې.“ د هغه خُدائ پاک په حضور کښې په چا چې د هغۀ ايمان وو، څوک چې مړى بيا راژوندى کوى او نشت شتۀ کوى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «ته مې د ډېرو قومونو پلار کړی یې.» نو ابراهیم د خدای په نظر کې زمونږ پلار دی چې هغه ورباندې ایمان درلود، یعنې هغه خدای چې مړي راژوندي کوي او د نشت څخه شته جوړوي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
لکه چه صحيفے وائى چه :  ”ما تۀ دَ ډيرو قومُونو پلار ګرزولے يئے.“ چُونکه دا لوظ خُدائے کړے دے ځکه دا رښتينے دے، يعنے هغه خُدائے په چا چه دَ اِبراهيم ايمان وو، هغه په يو حُکم مړى بيا ژوندى کوى اَؤ نِشت شته کوى.