Romans 4:19 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د ايمان د څۀ کمزورۍ نه بغېر هغۀ د خپل وجود لکه د مړى په شان کمزورۍ ته فکر ونۀ کړو ځکه چې هغه خواوشا د سلو کالو بوډا وو او ساره هم شنډه وه.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې ابراهیم شاوخوا سل کلن ؤ، که څه هم هغه پوه شو چې بدن یې نژدې مړ دی او ښځه یې ساره هم نه شي کولای اولاد راوړي، خو ایمان یې کمزوری نه شو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ دَ ايمان دَ څۀ کمزورئ نه بغير هغۀ دَ خپل وجُود لکه دَ مړى په شان کمزورئ ته فکر ونۀ کړو ځکه چه هغه خوا اَؤ شا دَ سلو کالو بُوډا وو اَؤ ساره هم دَ زيږيدو لائقه نۀ وه.