Romans 4:9 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ولې دا خوشحالى تش د سنت شوو دپاره ده، يا دا د ناسنتو دپاره هم ده؟ مونږ وايو چې، ”د اِبراهيم ايمان په صداقت حساب شو.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ایا دا خوشبختي یوازې د هغو خلکو دپاره ده چې سنت شوي دي یا د ناسنتو دپاره هم ده؟ ځکه چې مونږ ته ویل شوي دي چې ابراهیم د خپل ایمان له امله عادل وګڼل شو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
آيا دا خوشحالى تش دَ سُنت شوو دَ پاره ده، يا دا دَ ناسُنتو دَ پاره هم ده؟ مُونږ وايو چه فکر وکړئ چه ”دَ اِبراهيم ايمان په صداقت حساب شو.“