Romans 5:15 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو د آدم د نافرمانۍ او د خُدائ پاک په فضل کښې لوئ فرق دے. ځکه چې د دې يو انسان يعنې د آدم نافرمانۍ په ټولو مرګ نازل کړو خو د خُدائ پاک فضل او بخښنه د دې نه لويه ده ځکه چې د يو انسان يعنې عيسىٰ مسيح په وسيله يې هر چا ته ورکړه.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو د ادم د سرغړونې او د خدای د وړیا فضل تر منځ زیات فرق دی. ځکه د یو انسان یعنې د ادم د سرغړونې له امله ډېر خلک مړه شول، خو د خدای فضل او بخښنه څومره لویه ده او د هغه وړیا نعمت چې د یو بل انسان یعنې عیسی مسیح د فضل په وسیله ډېرو ته ورکړ شو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو دَ خُدائے فضل دَ آدم دَ ګُناهُونو په مُقابله کښے بے اندازے وو ځکه چه که دَ يو سړى ګُناه په دومره ډيرو خلقو باندے مرګ نازلوو نو دَ خُدائے فضل اَؤ دَ هغۀ بخښنه چه دَ يو سړى، يعنے عيسىٰ مسيح په وسيله شوے ده، په ډيرو خلقو خامخا په اِفراط سره نازل شو.