Romans 5:16 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او بيا دا چې د خُدائ پاک د فضل او د آدم د نافرمانۍ په نتيجه کښې غټ فرق دے ځکه چې د آدم نافرمانۍ دُنيا مجرمه کړه، کۀ څۀ هم چې مونږ ډېر ګناه ګار وُو خو د خُدائ پاک فضل مونږ د هغۀ سره پخلا کړو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د ادم د ګناه د نتیجې او د خدای د نعمت تر منځ زیات فرق دی. ځکه چې د هغې ګناه په هکله قضاوت د محکوم کېدلو سبب کیږي، خو د خدای نعمت زمونږ دپاره دا امکان برابروي چې د هغه دپاره عادل وګڼل شو، که څه هم مونږ ډېر ځلې سرغړونې کړې دي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ بيا دا چه دَ خُدائے فضل دَ يو سړى دَ ګُناه سره تلل نۀ دى په کار ځکه چه دَ يو سړى په ګُناه دَ مرګ فتوىٰ کيږى، خو دَ خُدائے بخښنه دا ده چه هغه په خپل فضل دَ ډيرو ګُناهُونو نه دَ آزاديدو فيصله کوى.