Romans 6:16 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو بيا تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې تاسو کوم مالِک ته ځان وقف کړئ او د هغۀ فرمانبردار شئ نو بيا تاسو د هغۀ غلامان شوئ؟ او تاسو به په دوئ کښې د يو غلامان يئ، يا د ګناه چې اَنجام يې مرګ دے، يا د خُدائ پاک فرمانبردارى چې اَنجام يې صداقت دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ایا تاسو نه پوهېږئ چې که چېرې تاسو خپل ځانونه د غلامانو په توګه د کوم چا په اختیار کې ورکړئ او د هغه تابع اوسئ، نو په حقیقت کې تاسو د هغه چا غلامان یئ چې اطاعت یې کوئ، که هغه د ګناه غلامي وي چې پای یې مرګ دی او یا د خدای تابعداري وي چې نتیجه یې عدالت دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
تاسو ته ښه معلُومه ده چه تاسو چه کُوم مالِک ته ځان وقف کړئ اَؤ دَ هغۀ فرمانبردار شئ نو دَ هغۀ غُلامان يئ. تاسو دَ ګُناه فرمانبردارى کولے شئ خو انجام به ئے مرګ وى، يا دَ خُدائے فرمانبردارى چه انجام ئے صداقت دے.