Romans 8:11 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کۀ چرې د خُدائ پاک روح په تاسو کښې وى چا چې عيسىٰ د مړو نه بيا ژوندے کړے دے، نو چا چې مسيح د مړو نه بيا ژوندے کړے دے هغه به ستاسو فانى وجودونو ته هم نوے ژوند ورکړى، د خپل هغه روح په وسيله چې په تاسو کښې اوسى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
که چېرې روح القدس چې مسیح یې بېرته د مړو نه راژوندی کړ په تاسو کې اوسي، نو لکه څنګه چې عیسی یې بېرته د مړو نه راژوندی کړ، نو ستاسو فاني وجود ته به هم ژوند ورکړي، ځکه چې دغه روح په تاسو کې هم اوسیږي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
که چرے دَ خُدائے رُوح په تاسو کښے اوسى نو بيا خُدائے چا چه عيسىٰ دَ مړو نه ژوندے کړے دے، به ستاسو دے فانى وجُودونو ته هم نوے ژوند ورکړى، دَ هغۀ دَ رُوح په وسيله چه په تاسو کښے اوسى.