Romans 8:23 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
صرف کائنات نه بلکې مونږ هم په زبيرګو کښې يُو چې راته د روح اوله مېوه مِلاو شوې ده، او مونږ په دې اِنتظار کښې يُو چې خُدائ پاک مو په خپل زوئ والى کښې قبول کړى او زمونږ ټول وجود ته خلاصون ورکړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
یوازې خلقت نه، بلکې مونږ هم سره له دې چې روح القدس د خدای د لومړني نعمت په توګه تر لاسه کړی دی، په خپل باطن کې زګېروي کوو لکه څنګه چې دې ته په شوق سره په انتظار یو چې خدای مونږ د خپلو اولادونو په توګه قبول کړي او زمونږ بدن ته خلاصون ورکړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
يواځے مخلُوقات نه بلکه مُونږ هم، چا ته چه رُوح دَ وړومبئ ميوے په څير ورکړے شوے دے چه په خپل باطن کښے ناقلاره يُو اَؤ مُونږ په دے اِنتظار کښے يُو چه خُدائے مُونږ په خپل زوئے والى کښے واخلى اَؤ زمُونږ ټول وجُود آزاد کړى.