Romans 8:26 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
روحُ القُدس هم په دې شان زمونږ په کمزورتياو کښې زمونږ مدد کوى. مونږ په دې هم نۀ پوهيږو چې دُعا څنګه کول په کار دى خو روحُ القُدس په اسويلو کښې زمونږ داسې شفاعت کوى چې په لفظونو کښې نۀ شى بيانېدلے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په همدې ډول روح القدس زمونږ په کمزوریو کې زمونږ سره مرسته کوي. ځکه چې مونږ نه پوهېږو چې څنګه باید دعا وکړو. نو روح القدس زمونږ دپاره داسې په نارو شفاعت کوي چې په خبرو او لفظونو کې بیان کېدلی نه شي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
رُوحُ القُدس هم په دے شان زمُونږ په کمزورتياؤ کښے مدد کوى. مُونږ ته دا هم نۀ ده معلُومه چه دُعا څنګه کول په کار دى خو رُوحُ القُدس په اسويلو زمُونږ شفاعت کوى چه په لفظُونو کښے نۀ شى بيان کيدلے.