Romans 8:29 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه چې خُدائ پاک هغوئ د مخکښې نه پېژندل او هغوئ يې د مخکښې نه مقرر کړى وُو، چې دوئ دې د هغۀ د زوئ په شان شى، ترڅو چې د هغۀ زوئ په دې ټولو وروڼو کښې اول زوئ وګرځى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه چې خدای هغوی له پخوا نه پېژندل او هغوی یې له مخکې نه غوره کړي وو چې د هغه د زوی په شان شي، ترڅو هغه په ټولو خویندو او ورونو کې لومړنی زېږېدلی وي چې لوړ مقام ولري.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه خُدائے خپل خلق دَ هغه وخت راسے پيژندل چه دوئ لا نۀ وُو اَؤ بيا ئے حُکم وکړو چه دوئ دِ دَ هغۀ دَ زوى دَ صُورت په شان شى، دَ دے دَ پاره چه هغه په دے ټولو ورُوڼو کښے مشر ورور وګرزى.