Romans 8:3 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او هغه څۀ چې شريعت نۀ شُو پوره کولے ځکه چې زمونږ د ګناه فطرت کمزورے وو، نو خُدائ پاک داسې وکړل چې خپل زوئ يې په ګناه ګار انسانى وجود کښې راولېږلو او د ګناه کفاره يې کړو. او دغسې هغۀ ګناه په انسانى فطرت کښې مجرمه کړه،
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه څه چې شریعت د انساني فطرت د کمزورۍ له امله ونه شو کولای چې سرته یې ورسوي، هغه خدای سرته ورسول. هغه خپل زوی د یو ګناهکار انساني جسم په شکل کې د ګناهونو د بخښنې دپاره راولېږه، ترڅو ګناه په انساني فطرت کې محکومه کړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ هغه څۀ چه شريعت نۀ شو پُوره کولے ځکه چه اِنسانى فطرت کمزورے وو، نو خُدائے داسے وکړل چه خپل زوئے ئے په ګُناه ګار اِنسانى وجُود کښے راواستولو اَؤ دَ ګُناه کِفاره ئے کړو اَؤ دغسے هغۀ ګُناه په اِنسانى فطرت کښے مُجرمه کړه،