Romans 8:32 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغۀ خو خپل زوئ هم پرې نۀ ښودو او زمونږ دپاره يې د قربانۍ دپاره پېش کړو، نو بيا د دې سره به مونږ ته نور څيزونه رانۀ کړى څۀ؟
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه خپل زوی هم زمونږ څخه درېغ نه کړ، بلکې هغه یې زمونږ د ټولو په خاطر د قربانۍ په توګه وړاندې کړ، نو همدارنګه ایا هغه به هرڅه مونږ ته وړیا رانه کړي؟
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغۀ خو خپل زوئے هم پرے نۀ ښودو اَؤ زمُونږ ټولو دَ پاره ئے قربان کړو، نو دَ دے بخښنے سره به نور ټول څيزُونه رانۀ کړى څۀ؟