Romans 8:9 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو تاسو د ګناه فطرت پسې نۀ يئ روان بلکې روح پسې روان يئ، ځکه چې د خُدائ پاک روح په تاسو کښې اوسى. او په چا کښې چې د مسيح روح نۀ وى نو هغه د مسيح نۀ دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو تاسو نور د خپلو نفساني غوښتنو له مخې نه، بلکې د روح القدس د لارښوونې له مخې ژوند کوئ، که په رښتیا سره روح القدس په تاسو کې اوسیږي. که چېرې په چا کې د مسیح روح نه وي، نو هغه د مسیح نه دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
تاسو دَ اِنسانى فطرت په مُطابق نۀ يئ خو دَ رُوح په مُطابق يئ، که دَ خُدائے رُوح په تاسو کښے اوسى. اَؤ که څوک دَ مسيح رُوح نۀ لرى نو هم دَ هغۀ نۀ دے.