Romans 9:11 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو رِبقې ته د هغوئ د زيږېدو نه مخکښې ووئيلے شول چې په هغه وخت کښې چې هغوئ لا هيڅ ښۀ يا بد نۀ وُو کړى، خو بيا هم د دې دپاره چې د خُدائ پاک هغه مقرر شوے مقصد تر سره شى کوم چې د عمل په وسيله نه بلکې د خُدائ پاک په بلنه،
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
۱۱-۱۲ خو د دې دپاره چې د خدای مقصد د دې غبرګونکو څخه د یو په غوره کولو کې پوره شي، نو خدای ربکې ته وویل: «مشر زوی به د کشر خدمت کوي.» هغه دا خبره د هغوی د زېږېدلو نه مخکې وکړه او مخکې له دې چې هغوی کوم ښه یا بد کار وکړي. ترڅو دا وښایي چې د خدای غوره کېدل د هغه د بلنې له مخې وو، نه د هغوی د عملونو له مخې.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو ربقے ته دَ هغوئ دَ زيږيدو نه آګاهو ووئيلے شول چه په هغه وخت کښے چه هغوئ لا هيڅ ښۀ يا بد نۀ وُو کړى، خو بيا هم دَ دے دَ پاره چه دَ خُدائے هغه ټاکلے مقصد تر سره شى کُوم چه دَ عمل په وسيله نۀ دے بلکه دَ خُدائے په بلنه،