Titus 1:3 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
په مقرر وخت هغۀ خپل کلام ظاهر کړو، کوم چې مونږ هر چا ته بيانوو. او دا زمونږ د خلاصوونکى خُدائ پاک په حکم ما ته دا کار وسپارلے شو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
او هغه دا په ټاکلی وخت کې په خپل کلام کې ښکاره کړ. دا کار ماته وسپارل شو چې زه د هغه په اړه د خپل خلاصوونکي خدای د حکم اعلان وکړم.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ بيا خُدائے دَ خپل ټاکلى شوى وخت په مُطابق دَ خپل پيغام په وسيله هغه ښکاره کړو. دا پيغام ما ته وسپارلے شو اَؤ زَۀ دَ خپل خلاصوُونکى خُدائے په حُکم دا آؤرم.