bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
1 John 1
1 John 1
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 2 →
1
مونږ تاسو ته د هغه کلام په حقله بيان وکړو کوم چې د ازل نه موجود وو، کوم چې مونږ واورېدو او په خپلو سترګو مو وليدلو. مونږ يې ننداره وکړه او خپل لاسونه مو ورسره ولګول. هغه د ژوندون کلام دے.
2
دا ژوندون مونږ ته ښکاره کړے شوے وو او مونږ هغه ليدلے دے، او مونږ يې ګواهى کوُو او تاسو ته وايو چې هغه هغه څوک دے چې خپله د تل ژوندون دے. هغه پلار سره وو او بيا مونږ ته ظاهر شو.
3
څۀ چې مونږ ليدلى او اورېدلى دى، مونږ هغه تاسو ته بيانوو د دې دپاره چې تاسو مونږ سره په کښې شريک شئ او په رښتيا مونږ د پلار او د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح سره شراکت وساتو.
4
مونږ دا څيزونه ځکه ليکُو چې زمونږ خوشحالى پوره شى.
5
دا هغه پېغام دے چې مونږ د مسيح نه واورېدلو او تاسو ته يې معلومات درکوو چې خُدائ پاک نُور دے او په هغۀ کښې هيڅ تيارۀ نشته.
6
کۀ مونږ دا وايو چې هغۀ سره شراکت ساتو او په تيارو کښې ګرځو نو مونږ دروغژن يُو او په هغې عمل نۀ کوُو څۀ چې رښتيا دى.
7
خو کۀ مونږ په نُور کښې ژوند کوُو لکه څنګه چې هغه په خپله په نُور کښې دے نو بيا مونږ په خپلو کښې شراکت ساتو، او د هغۀ د زوئ عيسىٰ وينه مونږ د هر يو ګناه نه پاکوى.
8
کۀ چرې مونږ دا وايو چې بېګناه يُو نو په دې مونږ خپل ځان له دوکه ورکوو او په مونږ کښې رښتيا نشته.
9
خو کۀ مونږ د خپلو ګناهونو اِقرار وکړُو نو هغه چې وفادار او صادق دے، هغه به زمونږ ګناهونه معاف کړى او مونږ به د هر قِسمه بدو نه پاک کړى.
10
کۀ چرې مونږ دا وايو چې مونږ هيڅ ګناه نۀ ده کړې نو مونږ خُدائ پاک دروغژن کوُو او د هغۀ کلام په مونږ کښې نشته.
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 2 →
All chapters:
1
2
3
4
5