bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
2 Corinthians 9
2 Corinthians 9
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 8
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 10 →
1
اوس ما دپاره دا ضرورى نۀ ده چې تاسو ته د مقدسينو د چندې په حقله وليکم
2
ځکه چې زۀ ستاسو د سرګرمۍ نه خبر يم د هغې په وجه د مِکدونيه د خلقو په وړاندې زۀ په تاسو فخر کوم او وايم چې د اخيه خلق د تير کال نه تيار دى. او ستاسو جوش په هغوئ کښې ډېر خلق راوپارول.
3
خو زۀ دا وروڼه درلېږم د دې دپاره چې ستاسو په حقله مونږ کوم فخر کوُو، هغه بېمقصده پاتې نۀ شى، بلکې تاسو هغه شان تيار شئ څنګه چې ما هغوئ ته وينا کړې ده.
4
ځکه چې کۀ ما سره د مِکدونيه نه څۀ خلق راشى او هغوئ وګورى چې تاسو تيار نۀ يئ نو مونږ به شرمنده شُو ځکه چې مونږ په تاسو باور کړے دے.
5
نو ما دا خبره ضرورى وګڼله چې په دې وروڼو زور راوړم چې اول کورنتيانو ته لاړ شى او د هغه چندې د مخکښې نه بندوبست وکړى د کومې چې تاسو وعده کړې ده، چې دا چنده په خپله خوښه راجمع کړئ نه چې په زبردستۍ.
6
خو ياد ساتئ څوک چې لږه کرونده کوى هغه به لږه رېبى، او چې څوک زياته کرونده کوى هغه به زياته رېبى.
7
تاسو هر يو دې هم هغه هومره ورکړى څومره چې يې په زړۀ کښې دى، او نۀ چې په نۀ زړۀ او نۀ د بل چا په مجبورولو سره ځکه چې خُدائ پاک په خوشحالۍ ورکوونکو سره مينه کوى.
8
او خُدائ پاک کولے شى چې تاسو ته ستاسو د ضرورت په مطابق هر څۀ پرېمانه درکړى او تاسو سره به د نورو د مدد کولو دپاره همېشه هر څۀ ډېر وى.
9
نو په صحيفو کښې داسې ليکلى دى چې، ”هغۀ خپل خېراتونه مسکينانو ته ورلېږلى دى، د هغۀ صداقت د تل دپاره پاتې کيږى.“
10
نو خُدائ پاک څوک چې د زميندار دپاره تخم او د خوراک دپاره روټۍ ورکوى، هم هغه به تاسو له هم د کَرلو تخم درکړى او زيات به يې کړى او ستاسو د صداقت فصل به هم زيات کړى.
11
تاسو به په هر يو څيز کښې ډېر شتمن شئ د دې دپاره چې تاسو همېشه په هره موقع کښې سخاوت کولے شئ، او په دې سره به د خُدائ پاک شُکر ګزارى وشى.
12
ځکه چې د دې خِدمت په کولو به نۀ تش د مقدسينو ضرورتونه پوره شى بلکې د ډېرو خلقو له خوا به د خُدائ پاک ډېره شُکر ګزارى وشى.
13
نو ستاسو د خِدمت په وجه به هغوئ د خُدائ پاک لوئى بيان کړى. نو هغوئ او نورو ټولو ايماندارانو ته به ستاسو سخاوت دا خبره ثابته کړى چې تاسو د مسيح د زيرى تابعدار يئ.
14
نو په دې وجه به هغوئ تاسو ته د زړۀ نه دعا کوى د هغه لوئ فضل په وجه کوم چې خُدائ پاک تاسو ته درکړے دے.
15
د خُدائ پاک د هغه بېمثاله برکت دپاره شُکر دے.
← Chapter 8
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 10 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13