bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Esther 3
Esther 3
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 4 →
1
څۀ موده وروستو اخسويرس بادشاه همان نومې سړى له ترقى ورکړه او د وزيرانو مشر يې جوړ کړو. همان د اجاج د قوم همداتا زوئ وو.
2
بادشاه خپلو ټولو آفسرانو له حُکم ورکړو چې همان ته د عزت نه ټيټېږئ، خو مردکى يې عزت نۀ کولو او نۀ ورته ټيټېدو.
3
نورو شاهى آفسرانو د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”تۀ د بادشاه د حُکم نافرمانى ولې کوې؟“
4
هغوئ به هره ورځ ورته وئيل، خو هغۀ به ورته غوږ نۀ نيولو. هغۀ به وئيل، ”زۀ همان ته نۀ شم ټيټېدلے ځکه چې زۀ يهودى يم.“ نو هغوئ همان د دې نه خبر کړو، هغوئ غوښتل چې وګورى چې هغه به د مردکى دا رويه برداشت کړى کۀ نه.
5
کله چې همان ته پته ولګېده چې مردکے هغۀ ته د عزت نه نۀ ټيټيږى نو همان سخت غصه شو،
6
او کله چې خبر شو چې مردکے يهودى دے، نو همان دا فېصله وکړه چې هغه به نۀ صرف مردکى له سزا ورکوى بلکې هغۀ دا منصوبه هم جوړه کړه چې د فارس په بادشاهۍ کښې هر يو يهودى ووژنى.
7
د اخسويرس بادشاه د حکومت په دولسم کال، په وړومبۍ مياشت يعنې د نسان په مياشت، همان حُکم وکړو چې پوريم يعنې پچه دې واچولے شى چې دا معلومه کړى چې د دې منصوبې دپاره صحيح مياشت کومه يوه ده. نو د دولسمې مياشتې يعنې د ادر مياشتې ديارلسمه ورځ خوښه کړے شوه.
8
نو همان د بادشاه په مخکښې حاضر شو او ورته يې ووئيل، ”ستا په ټوله بادشاهۍ کښې د خلقو يو قِسم نسل خور دے او دا په هره صُوبه کښې موندلے شى. هغوئ داسې رِواجونه کوى چې هغه د نورو ټولو خلقو په شان نۀ دى. د دې نه علاوه، هغوئ د بادشاهۍ قانون هم نۀ منى، نو دا ستا دپاره د فائدې خبره نۀ ده چې هغوئ برداشت کړې.
9
بادشاه سلامت، کۀ ستا رضا وى، نو يو فرمان جارى کړه چې هغوئ دې ووژلے شى. کۀ تا داسې وکړل، نو زۀ به د بادشاهۍ د اِنتظام دپاره د درې لاکه او څلوېښتو زرو کېلو نه زيات سپين زر په شاهى خزانه کښې کېږدم.“
10
بادشاه خپله هغه ګوتمه وويستله، چې هغه به په سرکارى فرمان باندې د مهر لګولو دپاره استعمالېدله او دا يې د يهوديانو دشمن د همداتا زوئ همان له ورکړه چې دے د اجاج د اولاد نه وو.
11
بادشاه همان ته ووئيل، ”سپين زر ځان سره کړه او د خلقو سره هم هغسې وکړه څنګه چې دې زړۀ غواړى.“
12
نو د وړومبۍ مياشتې په ديارلسمه ورځ باندې همان د بادشاه منشيان راوغوښتل او يو فرمان يې جارى کړو چې د هرې صُوبې په ژبه او رسمالخط کښې دې د دې ترجمه وشى او ټولو حکمرانانو، حاکِمانو او آفسرانو ته دې ولېږلے شى. دا فرمان د اخسويرس بادشاه په نوم جارى شو او د هغۀ د ګوتمې مهر ورباندې لګېدلے وو.
13
پېغام رسونکو دا فرمان د بادشاهۍ هرې صُوبې ته يوړو. په دې کښې دا خبرې ليکلے شوې وې چې صِرف په هغه ورځ يعنې د ادر مياشتې په ديارلسمه ورځ باندې دې ټول يهوديان، ځوانان، بوډاګان، ښځې او ماشومان ووژلے شى. هغوئ دې د بېرحمۍ سره حلال کړے شى او چې هغوئ څۀ لرى نو هغه ترې نه واخلئ.
14
د دې فرمان د خبرو نه د هرې صُوبې خلق ځکه خبرول په کار وُو، چې کله هغه ورځ راشى نو چې هر يو کس ورته تيار وى.
15
د بادشاه د حُکم په مطابق هغه فرمان د سوسه په مرکزى ښار کښې خلقو ته ورسولے شو او پېغام رسونکو دا خبر نورو صُوبو ته يوړو. په کوم وخت کښې چې د سوسه ښار په ګډوډۍ کښې اچولے شو نو بادشاه او همان شرابو څښلو ته ناست وُو.
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 4 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
Recommended Reading
Commentary
Esther Commentaries
→
Devotional
Esther Devotional Guide
→
Get This Bible
Pashto (Pakistani Yousafzai Pashto) Study Bible
→