bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Hebrews 5
Hebrews 5
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 4
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 6 →
1
هر مشر اِمام د انسانانو نه د دې دپاره منتخب کيږى چې خُدائ پاک ته د خلقو نمائندګى وکړى او د انسانانو د ګناهونو دپاره نذرانې او قربانۍ پېش کړى.
2
او هغه د دې جوګه دے چې د ناپوهه او ګمراهانو سره په نرمۍ سلوک وکړى ځکه چې په هغۀ کښې هم هغه شان کمزورتيا شته دے.
3
نو په دې وجه هغه ضرور د خپلو او هم د خلقو د ګناهونو دپاره قربانى پېش کوى.
4
او هيڅوک هم په خپله د اِمامت دا عزت نۀ شى حاصلولے خو صرف د خُدائ پاک په مرضۍ يې حاصلولے شى لکه څنګه چې هارون حاصل کړے وو.
5
دغه شان مسيح هم د مشر اِمام عزت پخپله حاصل نۀ کړو بلکې هغه، هغه چا منتخب کړو چا چې ورته فرمائيلى وُو چې، ”تۀ زما زوئ يې او د نن نه زۀ ستا پلار شوم.“
6
لکه څنګه چې هغه په بل ځائ کښې فرمائى چې، ”تۀ د مَلِکصِدق په شان تل تر تله اِمام يې.“
7
کله چې عيسىٰ په زمکه ژوند تېرولو نو په هغه ورځو کښې هغۀ په چغو او اوښکو بهېدلو سره خُدائ پاک ته دُعا او مِنت زارى وکړه چا چې هغه د مرګ نه بچ کولے شو، او د هغۀ دُعا قبوله شوه ځکه چې هغۀ په پوره توګه خپل ځان خُدائ پاک ته وقف کړے وو.
8
اګر چې هغه زوئ وو، خو د تکليفونو په تېرولو هغۀ فرمانبردارى زده کړه.
9
نو چې هغه کامِل کړے شو نو هغه د خپلو ټولو منونکو دپاره د ابدى خلاصون وسيله وګرځېدو.
10
او هغۀ د خُدائ پاک د طرفه د مَلِکصِدق په شان مشر اِمام منتخب شو.
11
په دې حقله مونږ سره ډيرې خبرې دى خو دا تشريح کول سخت کار دے، ځکه چې تاسو په پوهېدو کښې سست يئ.
12
نو په دې وخت کښې خو تاسو له اُستاذان کېدل په کار وُو، خو تاسو ته د يو کس ضرورت دے چې د خُدائ پاک د کلام بنيادى اصُول بيا در زده کړى، نو تاسو ته د ماشوم په شان د پيو ضرورت دے نه چې د سخت خوراک.
13
ځکه هر څوک چې پئ څښى، هغه لا ماشوم وى او د صداقت د کلام تجربه يې نۀ وى.
14
خو سخت خوراک د بالغه کسانو دپاره وى ځکه چې هغوئ په تجربې سره د ښۀ او بد تر مينځه فرق کولے شى.
← Chapter 4
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 6 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13