bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
/
Hosea 7
Hosea 7
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
← Chapter 6
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 8 →
1
”کله چې زۀ اِسرائيلو له شفا ورکول غواړم نو د دوئ ګناه راته څرګنده شى او د سامريه بدکارى راته ښکاره شى. ځکه چې هغوئ د چل کارونه کوى، غلۀ کورونو ته وراوړى او غلاګانې کوى، او ډاکوان په لارو کښې خلق لوټ کوى.
2
هغوئ د دې نه ناخبره دى چې ما ته د هغوئ ټول بد عملونه ياد دى. د هغوئ ګناهونه په هر ځائ کښې څرګند دى، دا ټول ما ته ښکارى.
3
هغوئ په خپلو بدو منصوبو بادشاه خوشحالوى، او په دروغو وئيلو باندې آفسران خوشحالوى.
4
هغوئ ټول زناکاران دى. هغوئ لکه د سور کړے شوى تنور په شان دى چې دومره ګرم وى چې د نانبائى د لاس وروړو ضرورت ورته نۀ وى. کۀ هغه اوړۀ واغږى او هغه خمبيره شى نو بيا هم تنور دومره ګرم وى چې روټۍ به پرې پخې شى.
5
په شاهى جشن کښې آفسران په ميو ځان نشه کړى، او مسخره کوونکو له لاس ورکوى.
6
د هغوئ زړونه لکه د تنور په شان د خپلو بدو منصوبو په وجه سوزى. د هغوئ غصه ټوله شپه بېلمبو سوزى او په سحر کښې لکه د اور لمبې وکړى.
7
هغوئ ټول لکه د تنور لمبه دى او خپل حکمرانان لواړ تېروى. د هغوئ ټول بادشاهان راپرېوتل، خو يو هم ما ته دُعا نۀ کوى.
8
بنى اِسرائيل خپل ځان لکه د اوړو په شان نورو قومونو سره اغږلے دے. بنى اِسرائيل لکه د هغه روټۍ په شان دے چې صرف يو مخ يې پوخ شوے وى.
9
د پردى مُلک خلق د هغۀ طاقت خورى خو هغۀ ته د دې پته نشته، د هغۀ سر د سپينو وېښتو نه ډک دے خو هغۀ ته د دې پته نشته.
10
د بنى اِسرائيل غرور د هغۀ خِلاف ګواهى ورکوى، خو بيا هم هغوئ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته نۀ راګرځى. د دې هر څۀ باوجود هغوئ د هغۀ د لټون نه اِنکار کوى.
11
بنى اِسرائيل د کم عقلې ګوګوشتکې په شان دى چې په آسانه دوکه کيږى. اول يې مِصر د مدد دپاره راوغوښتو او بيا يې د پناه دپاره اسور ته ورمنډه کړه.
12
خو چې کله هغوئ الوځى رالوځى نو زۀ به پرې خپل جال ورلړه کړم او د هوا د مارغانو په شان به يې ښکته راکوز کړم. د هغوئ د بدعملۍ په وجه به زۀ سزا ورکړم.
13
په هغوئ افسوس، ځکه چې هغوئ زما نه تښتېدلى دى. هغوئ تباه دى، ځکه چې هغوئ زما خِلاف سرکشى کړې ده. ما غوښتل چې هغوئ بچ کړم، خو هغوئ زما خلاف دروغ وئيلى دى.
14
هغوئ د زړۀ د اخلاصه ما ته سوال نۀ دے کړے، خو هغوئ د پرېشانۍ نه په خپلو کټونو کښې ژړاګانې کوى. هغوئ د غلې يا د ميو حاصلولو دپاره معبودانو ته خپل ځانونه غوڅوى، خو هغوئ زما خلاف بغاوت کوى.
15
اګر چې هم ما د هغوئ تربيت وکړو او مضبوط مې کړل، خو هغوئ زما خِلاف بدې منصوبې جوړوى.
16
هغوئ د خُدائ تعالىٰ نه بغېر هر خوا ګورى. هغوئ د کږې ليندې په شان نا اعتباره دى. د هغوئ آفسران به د خپلې سپکې خولې د لاسه په تُوره مړۀ شى او مِصريان به په هغوئ پورې خندا کوى.“
← Chapter 6
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 8 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14